بلكې الله ستاسو مددګار دى او هغه تر ټولو ښه مدد كوونكى دى (۱۵۰)
تفسیر
دا کافران ستاسو مرسته نه کوي که تاسو د هغوی تابعداري وکړئ، بلکه الله تعالی یوازې ستاسې مرسته کوي ستاسو د دښمن په مقابل کې، نو پس تاسو د الله تعالی تابعداري وکړئ، او هغه پاک ذات له غوره مرسته کوونکو څخه دی، نو بس تاسو له هغه څخه وروسته هیچاته اړتیا نه لرئ.