او خامخا یقینًا الله تاسو ته خپله وعده رښتیا كړله، كله چې تاسو هغوى وژل د هغه (الله) په حكم سره، تر دې چې تاسو بې زړه شوئ او د كار په باره كې مو په خپلو كې اختلاف وكړ او نافرماني مو وكړه، وروسته له دې چې هغه (الله) تاسو ته هغه څه دروښودل چې تاسو خوښول، په تاسو كې ځینې هغه څوك دي چې دنیا غواړي او ځینې په تاسو كې هغه څوك دي چې اخرت غواړي، بیا هغه (الله) تاسو له هغوى نه واړولئ، د دې لپاره چې تاسو و ازمايي، او خامخا په رښتیا سره يې تاسو معاف كړئ، او الله په مومنانو باندې د لوى فضل كولو والا دى (۱۵۲)
تفسیر
او الله ستاسو سره د احد په ورځ ستاسو د دښمن پر وړاندې د مرستې کړې ژمنه پوره کړه، کله چې تاسې هغوی د الله په امر سخت وژل آن تردې چې کله تاسې وډار شوئ او له هغه څه کمزوري شوئ چې رسول درته پرې امر کړی و او په خپلو ځايونو کې پر پاتې کېدو يا پرېښودو او ولجو په را ټولولو کې مو اختلاف وکړ او له رسول مو د هغه په دغه امر کې سرغړونه وکړه چې په خپلو ځایونو کې په هر حال د پاتې کېدو په اړه يې درته کړی و، دغه څه وروسته له هغه له تاسو واقع شول چې الله تاسو ته پر دښمن مو هغه بريا در وښودله چې خوښوله مو، له تاسو ځينې مو د دنيا ولجې خوښوي او دوی هغه کسان دي چې خپل ځايونه يې پرېښودل، او ځينې مو د آخرت ثواب غواړي او هغوی هغه کسان دي چې پر خپلو ځايونو پاتې شول چې د رسول د امر منونکي وو، بيا الله تاسو له هغوی وګرځولاست او هغوی يې پر تاسو مسلط کړل، ترڅو مو وازمويي، چې کړاو زغمونکی مؤمن له هغه چا بېل کړي چې پښې يې ښويدلې دي او نفس يې کمزوری شوی دی، او پرته له شکه الله د رسول له امره د سړونې په اړه هغوی ته بخښنه وکړه چې ترسره کړې يې وه او الله پر مؤمنانو د لوی فضل والا دی، دا چې ايمان ته يې د هغوی لارښوونه وکړه، له ګناهونو يې بخښنه ورته وکړه او پر کړاوونو يې ثواب ورکړ.