سوره آل عمران (د عمران کورنۍ) (آیت 153)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




3 آل عمران(آل عمران)، آیت ۱۵۳

إِذْ تُصْعِدُونَ وَلَا تَلْوُونَ عَلَىٰ أَحَدٍ وَالرَّسُولُ يَدْعُوكُمْ فِي أُخْرَاكُمْ فَأَثَابَكُمْ غَمًّا بِغَمٍّ لِكَيْلَا تَحْزَنُوا عَلَىٰ مَا فَاتَكُمْ وَلَا مَا أَصَابَكُمْ ۗ وَاللَّهُ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ 153 ١٥٣

كله چې تاسو په بره په منډه روان وئ او تاسو هیچا ته مخ هم نه را اړولو او رسول ستاسو شا ته تاسو ته اوازونه كول، نو (د دې) په بدل كې يې تاسو ته غم له پاسه غم دركړ، د دې لپاره چې تاسو غمژن نشئ په هغه شي چې له تاسو نه پاتې شو او نه په هغه شي چې تاسو ته درورسېده، او الله ستاسو په عملونو ښه خبردار دى (۱۵۳)

تفسیر
یاد کړئ -ای مومنانو- هغه وخت کله چې تاسو لرې کیدلئ په ځمکه کې تښتیدونکي د احد د جنګ په ورځ، کله چې تاسو ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم د حکم د مخالفت له امله ناکامي درورسیدله، او ستاسو څخه هیڅ یو کس بل ته نه کتل، او رسول -صلی الله علیه وسلم- درته د شا طرف نه اوازونه کول چې ستاسو او د مشرکینو تر منځ وو او دا یې ویل: زما طرف ته راشئ د الله تعالی بندګانو! زما طرف ته راشئ د الله تعالی بندګانو! نو بس الله تعالی تاسو ته د غنیمت او غلبې د لاسه ورکولو په وجه درد او غم درکړ، چې ورپسی وو نور دردونه او غمونه، او هغه اوازه چې ستاسو په منځ کې خپره شوه چې پیغمبر -صلی الله علیه وسلم- وژل شوی (شهید) شوی دی، او الله تعالی دا په تاسو باندې ځکه راوستل چې تاسو خفه نه شئ په هغه غنیمت او غلبې چې ستاسو څخه پاتې شوي وو، او نه په هغه مرګ او زخمونو چې تاسو ته دررسیدلی وو، وروسته له هغه نه چې تاسو ته ښکاره شوه چې پیغمبر -صلی الله علیه وسلم- نه دی وژل شوی، نو پر تاسو باندې دغه مصیبت او درد سپک شو، او الله تعالی خبردار دی په هغه کارونو چې تاسو یې کوئ، په هغه باندې ستاسو د زړونو هیڅ حال پټ نه پاتې کیږي، او نه ستاسو د اندامونو کوم عمل په هغه باندې پټ پاتی کیږي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ