بیا يې له دغه غم نه پس پر تاسو باندې امن (اطمینان) نازل كړ، چې پركالي وه، چې ستاسو یوه ډله يې لاندې كړې وه او بله ډله وه چې یقینًا هغوى (فكرونو د) خپلو ځانونو غمژن كړي وو، په داسې حال كې چې هغوى په الله باندې ناحقه ګمان كاوه، د جاهلیت ګمان، هغوى ویل: ایا په دې كار كې مونږ له هم څه برخه شته؟ ته ووایه: بېشكه (د) كار ټول (اختیار) خاص الله لره دى، دوى په خپلو نفسونو كې هغه خبرې پټَوي، چې تا ته يې نه ښكاره كوي، دوى وايي: كه مونږ لره له دې كاره څه حصه وَى (، نو) مونږ به دلته نه وژل كېدلو، ۔ته (ورته) ووایه: كه چېرې تاسو په خپلو كورونو كې وَى (، نو) هغه كسان به خامخا خپلو د غورځېدو ځایونو ته راوتلي وو، د چا چې وژل كېدل لیكل شوي وو (او دا كار الله تعالٰی وكړ) د دې لپاره چې الله هغه څه و ازمايي چې ستاسو په سینو كې دي او ښه پاك كړي هغه څه چې ستاسو په زړونو كې دي او الله ښه عالم دى په هغو خبرو چې په سینو كې پرتې دي (۱۵۴)
تفسیر
بیا يې راولیږله پر تاسې- وروسته له درد او تنګستیا څخه -د زړه سکون او باور، پدې سره یې ستاسو پر یوه ډله چې- هغوی هغه کسان وو چې د الله تعالی په وعدو یې باور و- پرکالي راوسته؛ د هغه امن او سکون له امله چې د دوی په زړونو کې و، او بله داسې یوه ډله وه چې هغوی ته امن او پرکالي نه وه رسیدلې، او دا هغه منافقان و چې یواځې د خپل ځان د ژغورلو سوچ او فکر ورسره و، نو بس د دوی په زړونو کې بې ثباتي او ویره وه، ګمانونه یې کول په الله تعالی بد ګمانونه، چې یقینا الله تعالی د خپل پیغمبر مرسته نه کوي او د خپلو خاصو بندګانو ملاتړ هم نه کوي، په شان د ګمان د جاهلیت والاو هغوی چې د الله عزت یې نه و کړی څرنګه چې د هغه له شان سره مناسب و، د خپلی ناپوهۍ له وجی، دا منافقان وایې مونږ لره جنګ ته د وتلو باره کې څه واک او اختیار نشته، او که چیرته وی نو مونږ به نه وی وتلي، ته جواب ورکړه دوی ته -ای پیغمبره-: بیشکه واک او اختیار د نصرت او غلبې ټول د الله تعالی سره دی، هغه چې څه وغواړي کوی يې، او فیصله کوي څرنګه چې وغواړي، او الله تعالی هغه ذات دی چې ستاسو د وتلو تقدیر یې لیکلی و. او دا منافقان په خپلو سینو کې پټوي د شک او بد ګمان نه هغه څه چې تاته یې نه ښکاره کوي، کله چې وایې دوی: که چیرته مونږ لره جنګ ته په وتلو کې څه واک وی مونږ به پدې ځاې کې نه و مړه شوي، ته ورته ووایه -ای پیغمبره- که چیرته تاسو په خپلو کورونو کې وئ او د جنګ او مرګ له ځایونو څخه لرې هم وئ؛ نو خامخا راوتلي به و ستاسو څخه هغه څوک چې الله تعالی ورته مرګ لیکلی و د خپل مرګ ځای ته، او دا کار الله تعالی نه و مقرر کړی مګر د دې لپاره چې وازموي هغه نیتونه او مقصدونه چې ستاسو په سینو کې دي، او پدې سره هغه څه جلا کړي چې په دې زړونو کې کوم ایمان او نفاق دی، او الله تعالی ښه پوه دی په هغه څه چې د خپلو بندګانو په سینو کې دي، په هغه باندې لده څخه هیڅ شی پټ نه پاتی کیږی.