سوره آل عمران (د عمران کورنۍ) (آیت 157)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




3 آل عمران(آل عمران)، آیت ۱۵۷

وَلَئِنْ قُتِلْتُمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ أَوْ مُتُّمْ لَمَغْفِرَةٌ مِنَ اللَّهِ وَرَحْمَةٌ خَيْرٌ مِمَّا يَجْمَعُونَ 157 ١٥٧

او قسم دى، خامخا كه تاسو د الله په لار كې ووژل شئ، یا مړه شئ (نو) خامخا د الله له طرفه نه بخښنه او رحمت ډېر غوره دى له هغو (مالونو) نه چې دوى يې جمع كوي (۱۵۷)

تفسیر
او که چیرته ووژل شئ تاسو د الله تعالی په لار کې او یا په خپل مرګ مړه شئ -ای مومنانو- بخښنه به وکړي الله تعالی تاسو ته بخښنه لویه، او په تاسو به د خپل طرف نه خاص رحمت وکړي، چې هغه رحمت ډیر غوره دی لدې دنیا څخه او د هغو ختمیدونکو نعمتونو څخه چې دا خلک یې په دې دنیا کې راټولوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ