سوره آل عمران (د عمران کورنۍ) (آیت 159)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




3 آل عمران(آل عمران)، آیت ۱۵۹

فَبِمَا رَحْمَةٍ مِنَ اللَّهِ لِنْتَ لَهُمْ ۖ وَلَوْ كُنْتَ فَظًّا غَلِيظَ الْقَلْبِ لَانْفَضُّوا مِنْ حَوْلِكَ ۖ فَاعْفُ عَنْهُمْ وَاسْتَغْفِرْ لَهُمْ وَشَاوِرْهُمْ فِي الْأَمْرِ ۖ فَإِذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ ۚ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُتَوَكِّلِينَ 159 ١٥٩

نو (يواځې) د الله د رحمت په سبب ته د دوى لپاره نرم يې او كه چېرې ته بدخویَه، سخت زړى وَى (، نو) خامخا دوى به ستا له چاپېره نه خواره شوي وو، نو دوى ته معافي كوه، او د دوى لپاره بخښنه غواړه، او له دوى سره په كار كې مشوره كوه، بیا چې كله ته پخه اراده وكړې، نو په الله باندې توكل كوه، یقینًا الله له توكل كوونكو سره مینه كوي (۱۵۹)

تفسیر
په تا باندې د الله تعالی د لوی رحمت له وجی نه -ای پیغمبره- ستا اخلاق د خپلو ملګرو سره نرم و، او که چیرته ته سخت وی په خپله وینا او کارونو کې، سخت زړی وې نو خامخا به هغوی ستا څخه خواره شوي وی، نو پس د هغوی نه ستا په حق کې د کمي کولو په صورت کې تیریږه، او د هغوی لپاره له الله تعالی څخه بخښنه وغواړه، او د هغوی څخه د مشورې په کارونو کې رایه وغواړه، او کله چې د مشورې څخه وروسته په یو کار کولو باندې عزم وکړې نو بس بیا یې کوه، او خاص په الله تعالی توکل کوه، بیشکه الله تعالی توکل کوونکي خلک خوښوي نو بس هغوی لره توفیق ورکوي او د هغوی مدد او مرسته کوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ