سوره آل عمران (د عمران کورنۍ) (آیت 15)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




3 آل عمران(آل عمران)، آیت ۱۵

قُلْ أَؤُنَبِّئُكُمْ بِخَيْرٍ مِنْ ذَٰلِكُمْ ۚ لِلَّذِينَ اتَّقَوْا عِنْدَ رَبِّهِمْ جَنَّاتٌ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا وَأَزْوَاجٌ مُطَهَّرَةٌ وَرِضْوَانٌ مِنَ اللَّهِ ۗ وَاللَّهُ بَصِيرٌ بِالْعِبَادِ 15 ١٥

ته (ورته) ووایه: ایا تاسو ته د داسې شیانو خبر دركړم چې له دغو (دنیوي خوندونو) نه ډېر ښه دي؟ د هغو كسانو لپاره چې پرهېزګاره دي، (هغه) د خپل رب په نیز باغونه دي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، چې په هغو كې به دوى تل ترتله وي او (د دوى لپاره) ښې پاكې ښځې دي او د الله له جانبه رضامندي (ده) او الله بنده ګانو لره ښه لیدونكى دى (۱۵)

تفسیر
ورته ووایه- ای پېغمبره-: آیا خبر درکړم په غوره د دې خوندونو څخه؟ د هغو کسانو لپاره چې د الله تعالی څخه د نېکو کارونو په کولو او بدو کارونو په پرېښودلو سره وېرېږي، باغونه دي چې لاندې د ماڼیو او ونو څخه یې ویالې بهېږي، تل به پکې وي چې نه به ورته مرګ رسي او نه به فنا کېږي، او دوی لپاره په دې باغونو کې جوړې دي چې په پېدایښت او خوی کې د هر ډول بدیو څخه پاکې دي، او دوی لره د دې سره د الله تعالی لخوا رضامندي ده چې پرې را غوړېږي، او هېڅکله به پرې غصه نشي، او الله تعالی لېدونکی دی د بندګانو په حالاتو، هېڅ ترې پټ ندي، او زر دی چې بدله به پرې ورکړي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ