او له نبي نه دا نشي كېدلى چې هغه دې خیانت وكړي او چا چې خیانت وكړ، نو د قیامت په ورځ به له خیانت سره راځي، بیا به هر نفس ته د هغه د عمل پوره پوره بدله وركړى شي او پر هغوى به ظلم ونه كړى شي (۱۶۱)
تفسیر
نه ښايې هیڅ پیغمبر لره چې خیانت وکړي دغنیمت له مال څخه د څه شي په اخیستلو سره پرته له هغه څه نه چې الله تعالی هغه ته ځانګړی کړی وي، او هغه څوک چې خیانت وکړئ ستاسو څخه په اخیستلو د څه شي د غنیمت له څخه، نو سزا به ورته ورکړل شي داسې چې د قیامت په ورځ به وشرمولی شي، نو دا به راشي په داسې حال کې چې د خلکو مخکې به يې هغه څه بار کړي وي چې ده اخیستي وي د غنیمت له مال څخه، بیا به ورکړل شي هر یو کس ته بدله د هغه عمل چې کړی يې وي په پوره ډول چې هیڅ کمی به پکې نه وي، او په دوی به ظلم نشي کیدلی چې ګناهوته ورته زیات شي، او نه به لدوئ څخه نیکیانې کمی کړی شي.