سوره آل عمران (د عمران کورنۍ) (آیت 165)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




3 آل عمران(آل عمران)، آیت ۱۶۵

أَوَلَمَّا أَصَابَتْكُمْ مُصِيبَةٌ قَدْ أَصَبْتُمْ مِثْلَيْهَا قُلْتُمْ أَنَّىٰ هَٰذَا ۖ قُلْ هُوَ مِنْ عِنْدِ أَنْفُسِكُمْ ۗ إِنَّ اللَّهَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ 165 ١٦٥

ایا كله چې تاسو ته (په احد كې) یو مصیبت درورسېده، چې یقینًا تاسو د هغه دوه چنده (مصیبت كفارو ته) رسولى و، تاسو وویل: دا له كومه (راغى؟) ته ووایه: دا ستاسو د نفسونو له طرفه دى، بېشكه الله په هر شي باندې ښه قادر دى (۱۶۵)

تفسیر
آیا هر کله چې درورسیده تاسې ته -ای مومنانو- یو مصیبت کله چې تاسو په اُحد کې ناکام شوئ، او شهیدان شول ستاسو څخه هغه څوک چې مرګ ورته لیکل شوی و، یقینا تاسو خپل دښمن ته د هغه دوه چنده مرګ او بند وررسولی و د بدر د جنګ په ورځ، نو تاسو وویل: د کوم طرف نه مونږ ته دا مصیبت (مرګ، ژوبلیدل) راورسیده حال دا چې مونږ خو په الله تعالی باندې ایمان لرونکي یو، او د الله تعالی پیغمبر هم په مونږ کې شته؟! ته ورته ووایه -ای پیغمبره-: کوم مصیبت چې تاسو ته درورسیده دا ستاسو د عمل په سبب کله چې تاسو اختلاف وکړ، او د پیغمبر صلی الله علیه وسلم نافرماني مو وکړه، بیشکه الله تعالی پر هر شي باندې قدرت لري؛ نو پس غلبه ورکوي چاته چې وغواړي، او ناکاموي چا لره چې وغواړي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ