سوره آل عمران (د عمران کورنۍ) (آیت 169)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




3 آل عمران(آل عمران)، آیت ۱۶۹

وَلَا تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ قُتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ أَمْوَاتًا ۚ بَلْ أَحْيَاءٌ عِنْدَ رَبِّهِمْ يُرْزَقُونَ 169 ١٦٩

او د الله په لاره كې پر وژل شویو كسانو باندې هېڅكله د مړیو ګمان مه كوه، بلكې (هغوى) ژوندي دي، د خپل رب په نیز هغوى ته رزق وركول كېږي (۱۶۹)

تفسیر
او ته ګمان مه کوه -ای پیغمبره- چې یقینا هغه کسان چې د الله تعالی په لاره کې شهیدان شوي دي چې هغوي مړه دي، بلکه هغوئ ژوندي دي په خاص ژوند سره د الله تعالی په نیز په کور د عزت کې، خوراک ورکول کیږي هغوی ته د بېلابیل ډول نعمتونو څخه؛ چې د الله تعالی څخه پرته پرې بل څوک نه پوهیږي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ