په دې حال كې چې ډېر خوشحاله دي په هغه شي باندې چې الله دوى ته له خپله فضله وركړى دى او د هغو كسانو په باره كې ډېر خوشحالېږي چې له دوى نه وروسته دوى پسې لا نه دي وررسېدلي، دا چې په دوى باندې هېڅ وېره نشته او نه دوى غمژن كېږي (۱۷۰)
تفسیر
بیشکه پټ کړي دوی لره نیک بختیو، او راګیر کړي دوی لره خوشحالیو، په سبب د هغه احسان چې الله تعالی په دوی کړی د خپل فضل نه، او دوی تمنا او انتظار کوي چې یوځاي به شي د دوی سره وروڼه د دوی هغه چې په دنیا کې پاتې شوي، که چیرته دوی په جهاد کې شهیدان شي نو دوی به هم خامخا د هغوی په شان فضیلت حاصل کړي، او په دوی به هیڅ قسم ویره نه وي په هغو حالاتو د آخرت کې چې دوی ورسره مخامخ کیږي، او نه به دوی خفه وي په هغه برخه چې لدوی څخه په دنیا کې پاتې شوي وي.