سوره آل عمران (د عمران کورنۍ) (آیت 172)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
3
آل عمران(آل عمران)، آیت ۱۷۲
الَّذِينَ اسْتَجَابُوا لِلَّهِ وَالرَّسُولِ مِنْ بَعْدِ مَا أَصَابَهُمُ الْقَرْحُ ۚ لِلَّذِينَ أَحْسَنُوا مِنْهُمْ وَاتَّقَوْا أَجْرٌ عَظِيمٌ
هغه كسان، چې د الله او د رسول حكم يې ومانه، وروسته له دې چې دوى ته زخم (هم) رسېدلى و، په دوى كې د هغو كسانو لپاره چې نېكي يې كړې ده او پرهېزګاره شوي دي بېخي لوى اجر دى (۱۷۲)
تفسیر
هغه کسان چې منلی يې دی د الله تعالی او د هغه د رسول حکم؛ کله چې هغوی ته د الله -تعالی- په لاره کې د جهاد لپاره د وتلو بلنه ورکړل شوه، او د مشرکانو سره د مخامخ کیدو لپاره د حمراء الاسد په جنګ کې هغه چې د احد د جنګ څخه وروسته وشو کله چې مومنانو ته د احد په ورځ زخمونه وررسیدلي وو، نو پس دغو زخمونو دوی د الله -تعالی- او د هغه د رسول د بلنې له قبلولو څخه ایسار نه کړل. د هغه چا لپاره چې احسان یې کړی وي په خپلو عملونو کې، او د الله تعالی څخه ویریدلی وي د هغه د حکمونو په عملی کولو او د هغه له منهیاتو څخه په ځان ساتلو سره، ډیر لوی اجر دی د الله تعالی له طرفه، او هغه جنت دی.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: