سوره آل عمران (د عمران کورنۍ) (آیت 178)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




3 آل عمران(آل عمران)، آیت ۱۷۸

وَلَا يَحْسَبَنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا أَنَّمَا نُمْلِي لَهُمْ خَيْرٌ لِأَنْفُسِهِمْ ۚ إِنَّمَا نُمْلِي لَهُمْ لِيَزْدَادُوا إِثْمًا ۚ وَلَهُمْ عَذَابٌ مُهِينٌ 178 ١٧٨

اوكافران شوي خلق دې له سره دا ګمان ونه كړي چې بېشكه مونږ چې دوى ته مهلت وركوو، دا دوى د ځانونو لپاره ډېر ښه دى، یقینًا خبره دا ده چې مونږ دوى ته مهلت د دې لپاره وركوو چې دوى په ګناه كې مخ په وړاندې لاړ شي او د دوى لپاره سپكوونكى عذاب دى (۱۷۸)

تفسیر
او ګمان دې نه کوي هغه کسان چې کفر یې کړی دی په خپل رب، او ضد یې کړی د هغه د شریعت سره، چې بیشکه دوی ته مهلت ورکول او اوږدول د عمر د دوی سره د هغه کفر نه چې دوی پکې دي غوره دی د دوی لپاره، خبره داسې نده لکه څرنګه چې دوی ګمان کوي، بلکه مونږ مهلت ورکوو دوی لره د دې لپاره چې زیات کړي دوی ګناه لره په ډیروالي د نافرمانیو د پاسه د ګناهونو د دوی، او د دوی لپاره ذلیلوونکی عذاب دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ