چې صبركوونكي دي او رښتیاویونكي دي اوحكم منونكي دي او انفاق كوونكي دي او د شپو په اخر كې مغفرت غوښتونكي دي (۱۷)
تفسیر
او همدوی صبر کوونکي دي د طاعاتو په کولو او د بدیو په پرېښودلو، او په هغه ازمیښتونو چې دوی ته رسي، او همدوی ريښتیني دي په ویناګانو او کړنو خپلو کې، او همدوی منونکي دي د الله تعالی په بشپړ منلو سره، او همدوی د الله په لار کې د خپلو مالونو خیراتوونکي دي، او همدوی بخښنه غوښتونکي دي په آخره برخه د شپې کې؛ ځکه په دغه وخت کې دعا منلو ته ډېره نږدې ده، او زړه هم د مشغولتیا څخه خالي وي.