سوره آل عمران (د عمران کورنۍ) (آیت 180)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




3 آل عمران(آل عمران)، آیت ۱۸۰

وَلَا يَحْسَبَنَّ الَّذِينَ يَبْخَلُونَ بِمَا آتَاهُمُ اللَّهُ مِنْ فَضْلِهِ هُوَ خَيْرًا لَهُمْ ۖ بَلْ هُوَ شَرٌّ لَهُمْ ۖ سَيُطَوَّقُونَ مَا بَخِلُوا بِهِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ۗ وَلِلَّهِ مِيرَاثُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۗ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ 180 ١٨٠

اوهغه كسان، چې په هغه څه سره شومتیا (بخل) كوي چې الله دوى ته له خپله فضله وركړى دى (دوى دې) له سره دا ګمان ونه كړي چې دا (شومتیا كول) د دوى لپاره ډېر ښه دي، بلكې دا د دوى لپاره ډېر بد دي، ژر ده چې د قیامت په ورځ به دوى ته هغه شى امېل كړى شي، چې په هغه سره دوى شومتیا كوله، او خاص الله لپاره د اسمانونو او ځمكې میراث دى او الله په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ؛ ښه خبردار دى (۱۸۰)

تفسیر
او ګمان دې نه کوي هغه کسان چې بخل کوي په هغه څه کې چې الله تعالی دوی ته کوم نعمتونه د خپلې مهربانۍ له مخې ورکړي دي، نو پس دوی بندوي پدې کې حق د الله تعالی، دوی دې دا ګمان نه کوي چې دا به د دوی لپاره خیر وي، بلکه دا د دوی لپاره شر دی؛ ځکه هغه څه چې دوی پکې بخل کوي شي به غاړکۍ؛ اچول کیږی به د قیامت په ورځ د دوی په غاړو کې عذاب، به ورته پري ورکول کیږي، او یوازې الله تعالی ته به ورګرځول کیږي ټول هغه څه چې په اسمانونو او ځمکو کې دي، او همدغه الله تعالی همیشه ژوندی ذات دی وروسته د ختمیدلو د ټولو مخلوقاتو څخه، او الله تعالی پوهه دی په هغو باریکو کارونو چې تاسو یې کوئ، او خامخا به درله پرې بدله درکړي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ