سوره آل عمران (د عمران کورنۍ) (آیت 183)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




3 آل عمران(آل عمران)، آیت ۱۸۳

الَّذِينَ قَالُوا إِنَّ اللَّهَ عَهِدَ إِلَيْنَا أَلَّا نُؤْمِنَ لِرَسُولٍ حَتَّىٰ يَأْتِيَنَا بِقُرْبَانٍ تَأْكُلُهُ النَّارُ ۗ قُلْ قَدْ جَاءَكُمْ رُسُلٌ مِنْ قَبْلِي بِالْبَيِّنَاتِ وَبِالَّذِي قُلْتُمْ فَلِمَ قَتَلْتُمُوهُمْ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ 183 ١٨٣

(دوى) هغه كسان دي چې وايي: بېشكه الله مونږ ته حكم كړى دى چې مونږ به په هېڅ یو پېغمبر باندې ایمان نه راوړو تر هغه پورې چې هغه مونږ ته یوه داسې قرباني راوړي چې اور يې خوري۔، ته (ورته) ووایه: یقینًا تاسو ته له ما نه مخكې رسولانو ښكاره معجزې راوړې وې او هغه شى هم چې تاسو يې وایئ، بیا ولې تاسو هغوى قتل كړل؟ كه چېرې تاسو رښتیني یئ (۱۸۳)

تفسیر
او دا هغه کسان دي چې ویلي وو په دروغو او افتراء باندې: چی بیشکه الله تعالی مونږ ته حکم کړی په خپلو کتابونو کې او د خپلو پیغمبرانو په ژبو باندې چې مونږ به ایمان نه راوړو په هیڅ یو پیغمبر تر څو چې راوړي مونږ ته هغه څه چې د هغه د وینا تصدیق وکړي، او هغه دا چې الله تعالی ته به ځان نزدې کړي په یوې صدقی سره چې سوځوي به دی لره اور چې د اسمان نه به راکوزیږي، نو بس دروغ يې وتړل په الله تعالی باندې په نسبت د وصیت (حکم) کې هغه ته، او په راګیرولو د دلیلونو د ريښتینولۍ د پیغمبرانو په هغه څه کې چې دوی يې ذکر کوي، او لدې وجې نه الله تعالی امر کړی خپل پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم ته چې ووايې دوی ته: چې بیشکه راتګ کړی و تاسو ته پیغمبرانو مخکې زما نه په ښکاره دلیلونو د هغوی په ريښتینولۍ، او په هغه چې تاسو ذکر کړی وه د هغې قربانۍ نه چې د اسمان څخه راتلونکې اور به يې سوځوي، نو پس تاسو ولې هغوی ته د دروغو نسبت وکړ او هغوی مو ووژل که چیرته تاسو ريښتوني یاست په هغه څه کې چې تاسو یې وائې!.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ