نو كه دوى تا دروغژن وګڼي، نو یقینًا له تا نه مخكې (هم) رسولان دروغژن ګڼلى شوي دي، هغوى ښكاره دلیلونه راوړي وو او واړه كتابونه او رڼا كوونكى كتاب (يې راوړى و) (۱۸۴)
تفسیر
پس که دوی تاته نسبت د دروغو وکړي -ای پیغمبره- نو ته مه خفه کیږه، بس دا عادت د کافرانو دی، په تحقیق سره نسبت د دروغو شوی و ستا نه مخکې ډیرو پیغمبرانو ته، چې هغوی راتګ کړی وو په ښکاره ښکاره دلیلونو سره، او په هغو کتابونو سره چې د پند خبری او زړه نرموونکي خبرې پکې وي، او راوړی یې وو هغه کتاب ښودونکی وو هغه څه لره چې پدې کې وو د احکامو او شریعت نه.