خامخا به تاسو په خپلو مالونو او خپلو ځانونو كې وازمایل شئ او خامخا به تاسو له هغو كسانو نه چې له تاسو نه مخكې ورته كتاب وركړى شوى دى او له هغو كسانو نه چې مشركان دي، د خفګان ډېرې زیاتې خبرې واورئ، اوكه چېرې تاسو صبر وكړئ او پرهېزګاره شئ، نو یقینًا دا د همت له كارونو څخه دي (۱۸۶)
تفسیر
ای مؤمنانو! تاسو به ستاسو په مالونو کې وازمویل شئ؛ چې واجب حقونه پکې اداء کړئ، او کوم مصیبتونه چې پرې راځي، همدا رنګه خامخا به تاسو په خپلو ځانونو کې هم و ازمویل شئ د شرعي تکالیفو په تر سره کولو سره، او هغه چې نازلیږی په تاسو باندې له بیلابیلو مصیبتونو څخه، او تاسو به واورئ خامخا له هغو کسانو څخه چې ستاسو څخه مخکې کتابونه ورکړل شوي وو او له مشرکانو څخه (ډیرې داسې خبرې )چې له مخې یې تاسو ته او ستاسو د دین د سپکاوي له امله زیان دررسیږي، او که تاسو صبر وکړئ په هغه څه چې تاسو ته دررسیږی د بېلابیلو مصیبتونو او ازمیښتونو څخه، او وویریږئ له الله تعالی څخه د هغه څه په کولو چې هغه پرې امر کړی، او په پریښودولو د هغه څه چې هغه ترې منع کړې یاست، نو بیشکه دا له هغو پخو کارونو څخه دي چې پياوړي عزم او ارادې ته اړتیا لري، او په دې کې سیالي کوونکي یو له بل سره سیالي کوي.