سوره آل عمران (د عمران کورنۍ) (آیت 189)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




3 آل عمران(آل عمران)، آیت ۱۸۹

وَلِلَّهِ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۗ وَاللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ 189 ١٨٩

او خاص د الله لپاره د اسمانونو او ځمكې بادشاهي ده او الله په هر شي باندې ښه قادر دى (۱۸۹)

تفسیر
او خاص یو الله تعالی لره دی د بل چا د پاره نشته اختیار د آسمانونو او ځمکو او د هغه څه چې د دې دواړو ترمنځ دي په پیدایښت او تدبیر کې، او الله تعالی په هر شی باندې قادر دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ