سوره آل عمران (د عمران کورنۍ) (آیت 190)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




3 آل عمران(آل عمران)، آیت ۱۹۰

إِنَّ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَاخْتِلَافِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ لَآيَاتٍ لِأُولِي الْأَلْبَابِ 190 ١٩٠

بېشكه د اسمانونو او ځمكې په پیدا كولو كې او د شپې او ورځې په تلو راتلو كې خامخا د خالص عقل خاوندانو لپاره ډېرې نښې دي (۱۹۰)

تفسیر
یقینا له نشت نه د اسمانونو او ځمکو په پیدا کولو کې پرته له مخکنۍ بیلګې څخه او یو بل پسې د شپې او ورځې تګ راتګ او په هغه توپير چې د دوی په اوږدوالی او لنډوالي کې دی؛ خامخا ښکاره دلیلونه دي د سالم عقل خاوندانو لپاره، ښودنه کوي دوی ته د دنیا په پیداکوونکي چې یواځې د عبادت مستحق دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ