سوره آل عمران (د عمران کورنۍ) (آیت 194)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




3 آل عمران(آل عمران)، آیت ۱۹۴

رَبَّنَا وَآتِنَا مَا وَعَدْتَنَا عَلَىٰ رُسُلِكَ وَلَا تُخْزِنَا يَوْمَ الْقِيَامَةِ ۗ إِنَّكَ لَا تُخْلِفُ الْمِيعَادَ 194 ١٩٤

اى زمونږه ربه! او مونږ ته هغه (ثوابونه) راكړه چې تا له مونږ سره د خپلو رسولانو په ژبه (د هغو) وعده كړې ده، او د قیامت په ورځ مونږه مه رسوا كوه، بېشكه ته د وعدې مخالفت نه كوې (۱۹۴)

تفسیر
ای ربه زمونږه! او راکړې مونږ ته هغه چې وعده دې کړې مونږ سره ستا د پیغمبرانو په ژبه، له هدایت او کامیابۍ څخه په دنیا کې، او ته مونږ مه رسوا کوه د قیامت په ورځ په ننویستلو د جهنم اور ته، ته کریم يې -ای ربه- د وعدې خلاف نه کوې.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ