سوره آل عمران (د عمران کورنۍ) (آیت 19)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




3 آل عمران(آل عمران)، آیت ۱۹

إِنَّ الدِّينَ عِنْدَ اللَّهِ الْإِسْلَامُ ۗ وَمَا اخْتَلَفَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ إِلَّا مِنْ بَعْدِ مَا جَاءَهُمُ الْعِلْمُ بَغْيًا بَيْنَهُمْ ۗ وَمَنْ يَكْفُرْ بِآيَاتِ اللَّهِ فَإِنَّ اللَّهَ سَرِيعُ الْحِسَابِ 19 ١٩

بېشكه (معتبر) دین د الله په نیز اسلام دى، او هغو كسانو، چې كتاب ورته وركړى شوى دى، اختلاف نه دى كړى مګر وروسته له دې چې دوى ته علم راغى، په خپل مینځ كې د ضد او سركشۍ په سبب اوهغه كس چې د الله په ایتونو باندې كافر شي، نو یقینًا الله بېخي ژر حساب كوونكى دى (۱۹)

تفسیر
بېشکه د الله تعالی په نزد منل شوی دین اسلام دی، چې یوازې یو الله ته د بندګۍ او تسلیمېدلو غاړه ایښودل دي. او په ټولو پېغمبرانو ایمان لرل دي تر محمد صلی الله علیه وسلم پورې، چې پرې د پېغمبرۍ سلسله ختمه شوې ده، او د هغه د شریعت پرته بل شریعت د منلو وړ ندی، او یهودو او نصاراو په دین کې اختلاف ونکړ او ګڼې ډلې او فرقې نه شوې مګر وروسته له هغه چې پر دوی د علم راتللو په وجه پرې حجت قائم شو، د کینې او په دنیا د حرص له کبله، او څوک چې د الله تعالی په هغو آیتونو کافر شو چې په خپل پېغمبر یې نازل کړي، نو بېشکه الله تعالی زر حساب والا دی له هغه چا څخه چې کفر یې کړی او د ده پېغمبران یې دروغجن ګڼلي دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ