سوره آل عمران (د عمران کورنۍ) (آیت 20)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




3 آل عمران(آل عمران)، آیت ۲۰

فَإِنْ حَاجُّوكَ فَقُلْ أَسْلَمْتُ وَجْهِيَ لِلَّهِ وَمَنِ اتَّبَعَنِ ۗ وَقُلْ لِلَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ وَالْأُمِّيِّينَ أَأَسْلَمْتُمْ ۚ فَإِنْ أَسْلَمُوا فَقَدِ اهْتَدَوْا ۖ وَإِنْ تَوَلَّوْا فَإِنَّمَا عَلَيْكَ الْبَلَاغُ ۗ وَاللَّهُ بَصِيرٌ بِالْعِبَادِ 20 ٢٠

بیا كه چېرې دوى له تاسره جګړه كوي، نو ته ووایه: ما خپل مخ خاص الله ته تابع كړى دى او هغه چا هم (تابع كړى دى) چې زما پېروي كوي۔ او ته هغو كسانو ته ووایه چې هغوى ته كتاب وركړى شوى دى او اَمیانو (نالوستو) ته: ایا تاسو اسلام راوړئ؟ پس كه دوى اسلام راوړ، نو یقینًا دوى سمه لار وموندله او كه وګرځېدل، پس بېشكه په تا باندې يواځې تبلیغ كول (دحق رسَول) دي او الله بنده ګانو لره ښه لیدونكى دى (۲۰)

تفسیر
که چېرې دوی تا سره شخړه کوي -ای پېغمبره- د هغه حق په اړه چې پر تا نازل شوی، نو ته په ځواب کې ورته ووایه: ما او هغو کسانو چې زما تابعداري کړې ده الله ته مو غاړه ایښودې ده، او ووایه ته -ای پېغمبره- د کتاب خاوندانو او مشرکانو ته: آیا تاسو هم الله تعالی ته غاړه ايښودې ده په اخلاص او د هغه څه تابعدارۍ سره چې ما راوړي؟ نو که غاړه یې کیښودله او ستا د شریعت تابعداري یې وکړه نو د هدایت لار یې ونیوله، او که له اسلام څخه يې مخ واړاوه نو نشته پر تا مګر دا چې ته ورسوې دوی ته هغه څه چې ته پرې رالېږل شوی یې، او نور کار یې د الله سره دی، او هغه ښه لېدونکی دی د بندګانو، او زر دی چې هر کارمن ته به د هغه د کړنې بدله ورکړي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ