او مومنان دې له (خپلو) مومنانو نه غیر كافرانو لره دوستان نه جوړوي، او څوك چې دا كار وكړي، نو نه دى (دغه كس) د الله (له ډلې) نه په هېڅ شي كې، مګر دا چې تاسو له دغو (كافرو) نه ځان ساتل غواړئ، ځان ساتنه، او الله تاسو له خپل ځان نه وېروي او خاص الله ته ورتلل دي (۲۸)
تفسیر
مه نیسئ تاسو - ای مومنانو- کافرانو لره په دوستۍ چې مینه ورسره ولرئ او مرسته یې وکړئ پرته له مؤمنانو، او که چا دا کار وکړ نو د الله څخه بېزاره شوی او الله تعالی هم ترې بېزاره شو، مګر دا چې تاسو د هغوی د زور او پاچاهۍ لاندې اوسئ پس په خپلو ځانونو ووېرېږئ، نو باک نشته چې ځان ترې په دې توګه وساتئ چې په خبرو او کړنو کې ورسره نرمي وکړئ او په زړونو کې مو د دوی دښمني پټه کړې وي، او الله تعالی مو له خپل ځان څخه ویروي نو ترې وویرېږئ، او د هغه غضب ته ځان مه ورمخ کوئ چې ګناهونه وکړئ، او یوازې الله تعالی ته د بندګانو ورګرځېدل دي د قیامت په ورځ څو د کړنو بدله وکړي.