سوره آل عمران (د عمران کورنۍ) (آیت 2)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




3 آل عمران(آل عمران)، آیت ۲

اللَّهُ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ 2 ٢

الله (چې دى) نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى، همېشه ژوندى دى، د ټول عالَم انتظام كوونكى دى (۲)

تفسیر
الله تعالی هغه ذات دی چې له ده پرته په حق سره د عبادت وړ بل څوک نشته، ژوندی دی په بشپړ ژوند سره چې نه مرګ لري او نه کمی، سمبالوونکی دی هغه چې په خپل ذات ولاړ دی او د ټولو مخلوقاتو څخه بې پروا دی، او ټول مخلوقات پر ده ولاړ دي، لده څخه په هېڅ حالت کې نشي بې پروا کېدلی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ