(اى نبي!) ته ووایه: د الله اطاعت كوئ او د (هغه د) رسول، بیا كه دوى وګرځېدل، نو بېشكه الله له كافرانو سره مینه نه كوي (۳۲)
تفسیر
ورته ووایه -ای پېغمبره- د الله تابعداري وکړئ، او د هغه د پېغمبر تابعداري د اوامرو په منلو او له نواهیو څخه ځان ساتلو باندې وکړئ، که چېرې له دې وګرځېدل نو الله تعالی هغه کافران چې د ده او د ده د پېغمبر د امر مخالفت کوونکي وي نه خوښوي.