سوره آل عمران (د عمران کورنۍ) (آیت 40)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




3 آل عمران(آل عمران)، آیت ۴۰

قَالَ رَبِّ أَنَّىٰ يَكُونُ لِي غُلَامٌ وَقَدْ بَلَغَنِيَ الْكِبَرُ وَامْرَأَتِي عَاقِرٌ ۖ قَالَ كَذَٰلِكَ اللَّهُ يَفْعَلُ مَا يَشَاءُ 40 ٤٠

ويې ويل: اى زما ربه! ما لره به هلك څنګه كېږي، حال دا چې په ما باندې بوډاوالى (زوړوالى) راغلى دى او زما ښځه شنډه ده؟! هغه وویل: همداسې الله كوي څه چې وغواړي (۴۰)

تفسیر
کله چې ملائکې پر زکریا د یحیی زېری وکړ هغه مهال یې وویل : ای ربه! څرنګه به زما بچې وي پس له دې چې زه بوډا شوم، او میرمن مې شنډه ده بچی نه راوړي! الله تعالی د ده د وینا په ځواب کې وویل: د یحیی علیه السلام د پېدایښت مثال ستا د زیات عمر او ستا د مېرمنې د شنډوالي سره داسې دی لکه د الله تعالی پېدایښت هر شي لره چې وغواړي د عادت خلاف پېدا کړي؛ ځکه چې الله تعالی په هر شي واکمن دی، څه چې وغواړي په خپله ځېرکتیا او پوهه یې کوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ