سوره آل عمران (د عمران کورنۍ) (آیت 42)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




3 آل عمران(آل عمران)، آیت ۴۲

وَإِذْ قَالَتِ الْمَلَائِكَةُ يَا مَرْيَمُ إِنَّ اللَّهَ اصْطَفَاكِ وَطَهَّرَكِ وَاصْطَفَاكِ عَلَىٰ نِسَاءِ الْعَالَمِينَ 42 ٤٢

او كله چې ملايكو وویل: اى مریمې! یقینًا الله ته غوره كړې يې او ته يې پاكه كړې يې او د ټول عالَم په ښځو يې تا ته غوره والى دركړى دى (۴۲)

تفسیر
یاد کړه -ای پېغمبره- کله چې ملائکې وویل مریمې علیها السلام ته: بېشکه الله تعالی ته غوره کړې یې له دې کبله چې ته ستایل شوي صفتونه لرې، او ته یې له زیانونو څخه پاکه کړې یې، او غوره کړې یې ستا د زمانې پر ښځو.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ