سوره آل عمران (د عمران کورنۍ) (آیت 49)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




3 آل عمران(آل عمران)، آیت ۴۹

وَرَسُولًا إِلَىٰ بَنِي إِسْرَائِيلَ أَنِّي قَدْ جِئْتُكُمْ بِآيَةٍ مِنْ رَبِّكُمْ ۖ أَنِّي أَخْلُقُ لَكُمْ مِنَ الطِّينِ كَهَيْئَةِ الطَّيْرِ فَأَنْفُخُ فِيهِ فَيَكُونُ طَيْرًا بِإِذْنِ اللَّهِ ۖ وَأُبْرِئُ الْأَكْمَهَ وَالْأَبْرَصَ وَأُحْيِي الْمَوْتَىٰ بِإِذْنِ اللَّهِ ۖ وَأُنَبِّئُكُمْ بِمَا تَأْكُلُونَ وَمَا تَدَّخِرُونَ فِي بُيُوتِكُمْ ۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَةً لَكُمْ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ 49 ٤٩

او بني اسرائیلو ته به رسول وي (چې ورته به وايي:) بېشكه زه چې یم، یقینًا ما تاسو ته ستاسو د رب له طرفه نه لویه نښه راوړې ده، چې یقینًا زه تاسو ته له خَټې نه د مرغۍ د شكل په شان (یو شى) جوړوم، بیا په دې (شكل) كې پوكى كوم، نو هغه به د الله په حكم سره الوتونكې مرغۍ شي، او زه مورزادي ړوند او د برګي مرض والا روغوم او مړي ژوندي كوم د الله په حكم سره، او تاسو خبروم په هغه څه چې تاسو يې خورئ او په هغه څه چې تاسو يې په خپلو كورونو كې ذخیره كوئ، بېشكه تاسو لپاره په دې كې خامخا لویه نښه ده كه چېرې تاسو ایمان راوړونكي یئ (۴۹)

تفسیر
او وبه یې ګرځوي -همدا راز- بني اسرائیلو ته پېغمبر، چې ورته به وایي: زه تاسو ته د الله پېغمبر یم، تاسو ته د نښې سره راغلی یم چې زما په پېغمبرۍ دلالت کوي هغه دا چې: زه تاسو ته د خټې څخه د مرغه څېره انځوروم، بیا پکې پوکی کوم نو د الله په حکم سره ژوندی مرغه ګرځي، او مور زاده ړوند روغوم نو بینا کېږي، او چاته چې برګي ناروغي رسېدلې وي نو پوستکی یې روغ ګرځي، او مړی ژوندی کوم، دا ټول کارونه د الله په حکم سره تر سره کوم، او تاسو ته د هغه څه خبر درکوم چې تاسو په خپلو کورونو کې کوم خوراک کوئ او کوم پټوئ، بېشکه کومو شیانو کې چې تاسو ته مې یاد کړل چې د بشر وس پرې نه رسي؛ خامخا ښکاره نښه ده چې زه د الله پېغمبر یم تاسو ته، که چېرې تاسو ایمان لرئ، او په دلائلو باور لرئ.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ