سوره آل عمران (د عمران کورنۍ) (آیت 77)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




3 آل عمران(آل عمران)، آیت ۷۷

إِنَّ الَّذِينَ يَشْتَرُونَ بِعَهْدِ اللَّهِ وَأَيْمَانِهِمْ ثَمَنًا قَلِيلًا أُولَٰئِكَ لَا خَلَاقَ لَهُمْ فِي الْآخِرَةِ وَلَا يُكَلِّمُهُمُ اللَّهُ وَلَا يَنْظُرُ إِلَيْهِمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَلَا يُزَكِّيهِمْ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ 77 ٧٧

بېشكه هغه كسان چې د الله (سره د كړې) وعدې او د خپلو قسمونو په بدل كې لږې پیسې اخلي، دغه كسان، د دوى لپاره په اخرت كې هېڅ برخه نشته او د قیامت په ورځ به الله له دوى سره نه خبري كوي او نه به دوى ته ګوري اونه به دوى پاك كړي او د دوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى (۷۷)

تفسیر
پرته له شکه هغه کسان چې هغوی د الله کړې سپارښتنه بدلوي، کوم څه يې چې په خپل کتاب کې د پيروۍ په اړه نازل کړي او خپل رسولان يې ورسره لېږلي دي او د هغو قسمونو په اړه چې هغوی د الله پر ژمنه د وفا لپاره پورته کړي وو، هغوی د دنيا په لږ توکي سره بدلوي، په آخرت کې به هغوی لره د بدلې هيڅ برخه نه وي، نه به الله له هغوی سره د خوشحالۍ خبره کوي، نه به د قيامت په ورځ د رحمت په نظر ورته ګوري او نه به يې د ګناهونو او کفر له چټليو پاک کړي او هغوی لره به دردوونکی عذاب وي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ