سوره آل عمران (د عمران کورنۍ) (آیت 7)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




3 آل عمران(آل عمران)، آیت ۷

هُوَ الَّذِي أَنْزَلَ عَلَيْكَ الْكِتَابَ مِنْهُ آيَاتٌ مُحْكَمَاتٌ هُنَّ أُمُّ الْكِتَابِ وَأُخَرُ مُتَشَابِهَاتٌ ۖ فَأَمَّا الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ زَيْغٌ فَيَتَّبِعُونَ مَا تَشَابَهَ مِنْهُ ابْتِغَاءَ الْفِتْنَةِ وَابْتِغَاءَ تَأْوِيلِهِ ۗ وَمَا يَعْلَمُ تَأْوِيلَهُ إِلَّا اللَّهُ ۗ وَالرَّاسِخُونَ فِي الْعِلْمِ يَقُولُونَ آمَنَّا بِهِ كُلٌّ مِنْ عِنْدِ رَبِّنَا ۗ وَمَا يَذَّكَّرُ إِلَّا أُولُو الْأَلْبَابِ 7 ٧

دى هغه ذات دى چې په تا باندې يې كتاب نازل كړى دى، په ده كې ځېنې محكم (ښكاره مراد والا) ایتونه دي؛ چې هغه د كتاب اصل دي، نور يې متشابهات (پټ مراد والا) دي، نو هغه كسان چې د هغوى په زړونو كې كوږ والى دى؛ نو هغوى په هغو (ایتونو) پسې كېږي چې په دې (قرآن) كې متشابه (پټ مراد والا) دي، د فتنې لټوَلو لپاره او د هغو د مراد معلومولو لپاره، حال دا چې د هغوى په تاویل (مراد) باندې نه پوهېږي مګر الله۔، او هغه كسان چې په علم كې پاخه دي؛ هغوى وايي: مونږ په ده ایمان راوړى دى، ټول (محكم او متشابه ایتونه) زمونږ د رب له جانبه دي، او نصیحت نه اخلي مګر د صفا عقل خاوندان (۷)

تفسیر
هغه ذات دی چې پر تا -ای پېغمبره- یې قرآن نازل کړی، له هغه نه څه آیتونه څرګندې معناوې لري، هېڅ ګډوډی نلري، چې بنسټ د کتاب او زیاتره همدا دي، او همدې ته د اختلاف پر مهال ورګرځېدل کېږي، او له دې څخه نور آیتونه دي چې د ګڼو معناګانو احتمال لري، په ډېرو خلکو یې معنا ګډوډېږي، پس هغه کسان چې د هغوی په زړونو کې د حق څخه کوږوالی وي نو محکم پرېږدي، او د احتمال والا متشابه رانیسي؛ پدې سره د شبهاتو را پارول او د خلکو ګمراه کول غواړي، او پدې سره د خپلو خواهشاتو پر بنسټ اصلي معنا د خپل فاسد مذهب سره سمه راوباسي، او د دې آیتونو حقیقي معنا او پایلې باندې یوازې الله تعالی پوهېږي، او پاخه په علم کې قوي خلک وایي: مونږ په ټول قرآن باور لرو؛ ځکه ټول زمونږ د رب لخوا دی، او متشابه آیتونه د محکمو په رڼا کې تفسیروي. او پند نه اخلي مګر د روغو عقلونو خاوندان یې اخلي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ