سوره آل عمران (د عمران کورنۍ) (آیت 80)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




3 آل عمران(آل عمران)، آیت ۸۰

وَلَا يَأْمُرَكُمْ أَنْ تَتَّخِذُوا الْمَلَائِكَةَ وَالنَّبِيِّينَ أَرْبَابًا ۗ أَيَأْمُرُكُمْ بِالْكُفْرِ بَعْدَ إِذْ أَنْتُمْ مُسْلِمُونَ 80 ٨٠

او نه (ورته) دا (حق حاصل دى) چې تاسو ته حكم دركړي چې تاسو ملايكو او نبیانو لره پروردګاران (خدایان) ونیسئ، ایا هغه به تاسو ته د كفر كولو حكم كوي وروسته له دې چې تاسو مسلمانان یئ؟ (۸۰)

تفسیر
او -همدا راز- نه ښایي ده ته چې تاسو ته امر وکړي په دې چې ملائکې او پېغمبران په الوهیت ونیسئ چې له الله پرته یې عبادت کوئ، آیا روا دي د ده څخه چې تاسو ته امر وکړي په الله باندې د کفر کولو پس له غاړې ایښودلو او تسلیمېدلو ستاسو ده ته؟!

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ