نو هغه چا چې له دې نه بعد په الله باندې دروغ وويل، نو همدغه كسان ظالمان دي (۹۴)
تفسیر
نو چاچې د دلیل له ښکاره کېدلو وروسته پر الله تعالی دروغ وتړل، چې یقینا هغه څه چې یعقوب علیه السلام پر ځان حرام کړي وو د الله تعالی له لوري نه ؤ حرام شوي؛ نو پس همدغه خلک پر خپلو ځانونو ظلم کوونکي دي، چې د دلیل له ښکاره کېدو وروسته هم حق پرېږدي.