سوره آل عمران (د عمران کورنۍ) (آیت 97)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




3 آل عمران(آل عمران)، آیت ۹۷

فِيهِ آيَاتٌ بَيِّنَاتٌ مَقَامُ إِبْرَاهِيمَ ۖ وَمَنْ دَخَلَهُ كَانَ آمِنًا ۗ وَلِلَّهِ عَلَى النَّاسِ حِجُّ الْبَيْتِ مَنِ اسْتَطَاعَ إِلَيْهِ سَبِيلًا ۚ وَمَنْ كَفَرَ فَإِنَّ اللَّهَ غَنِيٌّ عَنِ الْعَالَمِينَ 97 ٩٧

په هغه كې ښې واضحې نښې دي، چې (یوه په كې) مقامِ ابراهیم دى او څوك چې په هغه (كور) كې داخل شي، (نو) هغه په امن شي، او خاص د الله لپاره په خلقو باندې د (هغه د) كور حج كول فرض دي، په هغه چا باندې چې هغه ته د لارې وسَ ولري او څوك چې كافر شه، نو بېشكه الله له مخلوقاتو نه بېخي پروا دى (۹۷)

تفسیر
په دې کور کې د دې د شرف او فضیلت ښکاره نښې دي؛ لکه د عبادت ځایونه او نور مقدس ځایونه او له دې نښو څخه هغه ګټه (تېږه هم) ده چې ابراهیم علیه السلام پرې ودریدلی ؤ، هغه مهال چې د کعبی دیوالونه یې اوچتول، او له دې نه دا هم ده چې څوک (دې کور ته) ننوځي نو د هغه وېره ختمیږي او هیڅ تکلیف هم ورته نه رسېږي. او د الله تعالی له طرفه په خلکو باندې قصد د دې کور واجب دی، د حج د مناسکو د ادا کولو لپاره، په هغه چا باندې چې قدرت لرې مکې ته د رسیدلو، او چا چې کفر وکړ د حج په فرضیت باندې، نو بېشکه چې الله تعالی غنی دې له دې کافر او ټولو خلکو نه.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ