(اى نبي!) ته ووایه: اى اهلِ كتابو! تاسو د الله له لارې نه هغه څوك ولې منع كوئ چې ایمان راوړي؟ تاسو په هغې (لاره) كې كوږوالى لټوئ، حال دا چې تاسو ګواهان یئ او تاسو چې څه عمل كوئ، الله له هغه (عمل) نه كله هم غافل نه دى (۹۹)
تفسیر
ته ورته ووایه -اې پیغمبره-: چې اې اهل کتابو (یهودو او نصاروو) تاسو ولې د الله تعالی له دین څخه هغه څوک منع کوئ چې ایمان یې پرې راوړی وي، چې په دې سره تاسو د الله دین ته له حق نه د باطل په طرف کوږوالی غواړئ او پر حق ولاړ خلک له هدایت نه ګمراهۍ ته اړوئ او تاسې پر دې ګواه یئ چې همدا حق دین دی، تصدیق کوونکی د هغه څه دی چې ستاسو په کتابونو کې دي؟! او الله تعالی نه دی بی خبره له هغه کفر نه چې تاسو یې کوئ او د هغه له لارې نه خلک بندوئ او خامخا به پرې جزا درکوي.