سوره الروم (رومیان) (آیت 23)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
30
الروم(الروم)، آیت ۲۳
وَمِنْ آيَاتِهِ مَنَامُكُمْ بِاللَّيْلِ وَالنَّهَارِ وَابْتِغَاؤُكُمْ مِنْ فَضْلِهِ ۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يَسْمَعُونَ
او د هغه له نښو نه ستاسو خوب دى، په شپه او ورځ كې او ستاسو لټول دي د هغه له فضله، بېشكه په دغو كې خامخا نښې دي د هغه قوم لپاره چې اوري (۲۳)
تفسیر
او د هغه له سترو نښانو څخه چې په قدرت او یووالي یې دلالت کوي: د شپې ستاسو خوب دی، او د ورځې خوب مو د کارونو د ستړیا څخه د آرام لپاره، او د هغه له نښانو څخه دا چې تاسو ته یې ورځ پېدا کړې چې پکې خپاره شئ له رب څخه مو روزي غوښتونکي اوسئ، بېشکه په دې یادو شوو کې خامخا دلیلونه دي هغو خلکو لپاره چې د سوچ کولو او منلو لپاره اوري.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: