سوره الروم (رومیان) (آیت 25)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




30 الروم(الروم)، آیت ۲۵

وَمِنْ آيَاتِهِ أَنْ تَقُومَ السَّمَاءُ وَالْأَرْضُ بِأَمْرِهِ ۚ ثُمَّ إِذَا دَعَاكُمْ دَعْوَةً مِنَ الْأَرْضِ إِذَا أَنْتُمْ تَخْرُجُونَ 25 ٢٥

او د هغه له نښو څخه (دا) دي چې اسمان او ځمكه د هغه په حكم سره ولاړ دي، بیا چې كله هغه تاسو راوبلي، یوځل بلل، له ځمكې نه، (نو) ناڅاپه به تاسو (ژوندي) راوځئ (۲۵)

تفسیر
او د الله تعالی له سترو نښانو څخه چې په قدرت او یووالي يې دلالت کوي د غورځېدو پرته د آسمان، او نړېدو پرته د ځمکې ودرېدل دي، د الله په امر سره، بیا کله چې تاسي له ځمکې څخه د ملائکې په شپیلي کې پوکي کولو سره راوبلي نو تاسو به له خپلو قبرونو څخه د حساب او بدلې لپاره راوځئ.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ