سوره الروم (رومیان) (آیت 27)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




30 الروم(الروم)، آیت ۲۷

وَهُوَ الَّذِي يَبْدَأُ الْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُ وَهُوَ أَهْوَنُ عَلَيْهِ ۚ وَلَهُ الْمَثَلُ الْأَعْلَىٰ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۚ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ 27 ٢٧

او دى همغه ذات دى چې مخلوق اول ځلې پیدا كوي، بیا به دغه دوباره راژوندي كوي او دغه (بیا راژوندي كول) هغه (الله) ته ډېر اسان دي۔ او خاص هغه لره تر ټولو لوړ شان (او صفت) دى په اسمانونو اوځمكه كې او هغه ښه غالب، ښه حكمت والا دى (۲۷)

تفسیر
او هغه ذات دی چې پېدایښت یې له مخکېنۍ بېلګې پرته پېل کړی، او بیا یې د فنا کېدو وروسته راګرځوي، او بېرته راګرځونه د پېل څخه آسانه ده، او دواړه ورته آسانه دي، ځکه چې کله د یو څه اراده وکړي ورته وایي: (وشه) نو وشي، او ده لره لوړه ستاینه ده په ټولو د بشپړتیا او لویۍ صفتونو کې، او هغه برلاسه دی چې څوک پرې نه برلاسه کېږي، او د مخلوق په پېدایښت او سمبالښت کې دحکمت والادی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ