بلكې هغو كسانو چې ظلم يې كړى دى، بې له علمه د خپلو خواهشاتو پيروي وكړه، نو هغه چا ته به څوك هدایت وكړي چې الله ګمراه كړى دى او د دوى لپاره هېڅ مدد كوونكي نشته (۲۹)
تفسیر
د هغوی د لار ورکۍ لامل په دلايلو کې کموالی او د هغو نه بيانول نه دي، بلکې هغه د نفسي غوښتنو پيروي او د هغوی له لوري پر هغوی د الله د حق په اړه د ناپوهۍ له مخې د پلرونو پسې تګ دی، نو څوک به د لارښوونې توفيق ورکړي څوک چې الله لار ورکی کړی وي، هيڅوک هم توفيق نشي ورکولای او نه به هغوی لره مرستندويان وي چې د الله له عذابه يې وژغوري.