سوره الروم (رومیان) (آیت 43)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




30 الروم(الروم)، آیت ۴۳

فَأَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّينِ الْقَيِّمِ مِنْ قَبْلِ أَنْ يَأْتِيَ يَوْمٌ لَا مَرَدَّ لَهُ مِنَ اللَّهِ ۖ يَوْمَئِذٍ يَصَّدَّعُونَ 43 ٤٣

نو ته خپل مخ ډېر نېغ (سم) دین ته برابر او قايم وساته له دې نه مخكې چې هغه ورځ راشي چې د الله له جانبه هغې ته بېرته ګرځېدل (ګرځول) نشته، په دغې ورځ كې به خلق تار په تار (بېل بېل) شي (۴۳)

تفسیر
ای پېغمبره! مخ دې د اسلام سم دین ته ور نېغ کړه چې کوږوالی پکې نشته مخکې له دې چې د قیامت ورځ راشي هغه چې کله راشي نو ګرځوونکی نه لري، په دغه ورځ خلک ویشل کېږي: یوه ډله په جنت کې په نعمتونو کې دي، او بله په اور کې په عذاب کې.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ