سوره الروم (رومیان) (آیت 54)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




30 الروم(الروم)، آیت ۵۴

اللَّهُ الَّذِي خَلَقَكُمْ مِنْ ضَعْفٍ ثُمَّ جَعَلَ مِنْ بَعْدِ ضَعْفٍ قُوَّةً ثُمَّ جَعَلَ مِنْ بَعْدِ قُوَّةٍ ضَعْفًا وَشَيْبَةً ۚ يَخْلُقُ مَا يَشَاءُ ۖ وَهُوَ الْعَلِيمُ الْقَدِيرُ 54 ٥٤

الله هغه ذات دى چې تاسو يې له ضعف نه پیدا كړئ، بیا يې له كمزورۍ نه بعد قوت پیدا كړ، بیا يې له قوت نه پس كمزوري او بوډاوالى (دوېښتو سپین والى) پیدا كړ، څه چې هغه وغواړي پیدا كوي، او همغه ښه عالم، ښه قدرت والا دى (۵۴)

تفسیر
ای خلکو! الله هغه ذات دی چې تاسو یې له سپکو اوبو پېدا کړي یاست، بیا یې د ماشومتوب له کمزورتیا وروسته د سړیتوب قوت درکړ، بیا د سړیتوب د قوت وروسته بوډاوالی کمزوري کړئ، الله چې څه وغواړي له کمزورتیا او قوت څخه پېدا کوي یې، او هغه په هر څه پوهه دی، هېڅ هم ترې پټ نه دي، ځواکمن دی چې هېڅ یې نشي کمزوری کولی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ