سوره الروم (رومیان) (آیت 57)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




30 الروم(الروم)، آیت ۵۷

فَيَوْمَئِذٍ لَا يَنْفَعُ الَّذِينَ ظَلَمُوا مَعْذِرَتُهُمْ وَلَا هُمْ يُسْتَعْتَبُونَ 57 ٥٧

نو په دغې ورځ به هغو كسانو ته چې ظلم (شرك) يې كړى دى، د هغوى عذر فايده نه رسوي او نه به له دوى نه د معذرت كولو (او توبه اېستلو) غوښتنه كېږي (۵۷)

تفسیر
نو په کومه ورځ چې الله تعالی مخلوقات د حساب او بدلې لپاره پاڅوي، ظالمانو ته به هغه عذرونه چې جوړوي هېڅ ګټه ونه رسوي، او نه به له دوی څخه په توبه ویستلو او الله ته په ورګرځېدلو د هغه رضا کول وغوښتل شي؛ ځکه چې وخت به یې تېر شوی وي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ