سوره لقمان (آیت 12)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
31
لقمان(لقمان)، آیت ۱۲
وَلَقَدْ آتَيْنَا لُقْمَانَ الْحِكْمَةَ أَنِ اشْكُرْ لِلَّهِ ۚ وَمَنْ يَشْكُرْ فَإِنَّمَا يَشْكُرُ لِنَفْسِهِ ۖ وَمَنْ كَفَرَ فَإِنَّ اللَّهَ غَنِيٌّ حَمِيدٌ
او یقینًا یقینًا مونږ لقمان ته حكمت وركړى و چې د الله شكر وباسه او هر چا چې شكر وكړ، نو بېشكه همدا خبره ده چې هغه د ځان لپاره شكر كوي، او هر چا چې ناشكري وكړه، نو بېشكه الله ډېر بې پروا، ښه ستايل شوى دى (۱۲)
تفسیر
او لقمان ته مونږ په دین پوهه او د کارونو سمون ورکړی وو، او ورته مو ویلې وو: -ای لقمانه- په هغه څه د خپل رب شکر وباسه چې پر تا یې د خپلې تابعدارۍ د وس درکولو لورینه کړې، او څوک چې د خپل رب شکر وباسي نو بېشکه د ده د شکر ایستلو ګټه همده ته رسي، ځکه چې الله د ده د شکر ایستلو څخه بې پروا دی، او چا چې د الله تعالی له نعمت څخه انکار وکړ او پر ده یې کفر وکړ نو بېشکه د ده د کفر زیان د همده دی، او الله تعالی ته یې هېڅ زیان نه رسي ځکه چې هغه د خپل ټول مخلوق څخه بې پروا دی، په هر حالت کې ستایل شوی دی.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: