سوره لقمان (آیت 22)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




31 لقمان(لقمان)، آیت ۲۲

وَمَنْ يُسْلِمْ وَجْهَهُ إِلَى اللَّهِ وَهُوَ مُحْسِنٌ فَقَدِ اسْتَمْسَكَ بِالْعُرْوَةِ الْوُثْقَىٰ ۗ وَإِلَى اللَّهِ عَاقِبَةُ الْأُمُورِ 22 ٢٢

او هغه څوك چې خپل مخ الله ته وسپاري، په دې حال كې چې نېكي كوونكى وي، نو یقینًا ده په ډېرې مضبوطې كړۍ باندې منګولې ښخې كړي دي، او خاص الله ته د ټولو كارونو انجام دى (۲۲)

تفسیر
او څوک چې الله ته په داسې حال کې ور مخامخ شو چې په عبادت کې اخلاصمند وو او په عمل کې ښایسته کوونکی وو[نظر یې په الله لګیده] نو بېشکه ده هغه څه کلک ونیول چې د ژغورنې هیله ترې کېږي او د پرې کېدلو ویره یې نه وي، او یوازې الله ته د کارونو ورګرځېدل دي، پس هر چا ته د هغه وړ بدله ورکوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ