نه دي ستاسو پیدا كول او نه بیا ژوندي راپاڅول مګر لكه د یوه نفس، بېشكه الله ښه اورېدونكى، ښه لیدونكى دى (۲۸)
تفسیر
نه دی پېدایښت ستاسو -ای خلکو- او نه ستاسو پاڅون د قیامت په ورځ د حساب او بدلې لپاره په آسانتیا کې مګر په څېر د پېدایښت د یو کس او پاڅون د هغه، بېشکه الله تعالی اورېدونکی دی چې نه یې مشغوله کوي اورېدل د یو غږ د اورېدلو د بل غږ څخه، لېدونکی دی چې نه یې مشغوله کوي کتل د یو شي د کتلو د بل شي څخه، او همدا راز یې نه مشغوله کوي پېدایښت د یو کس او یا پاڅون د هغه د پېدایښت او پاڅون د بل کس څخه.