سوره لقمان (آیت 30)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




31 لقمان(لقمان)، آیت ۳۰

ذَٰلِكَ بِأَنَّ اللَّهَ هُوَ الْحَقُّ وَأَنَّ مَا يَدْعُونَ مِنْ دُونِهِ الْبَاطِلُ وَأَنَّ اللَّهَ هُوَ الْعَلِيُّ الْكَبِيرُ 30 ٣٠

دغه په دې سبب چې بېشكه الله، هم دى حق دى، او دا چې بېشكه هغه (معبودان) چې دوى يې له هغه (الله) نه غیر بولي، باطل دي او دا چې بېشكه الله، هم دى ډېر اوچت، ډېر لوى دى (۳۰)

تفسیر
دا سمبالونه او اندازه کونه په دې شاهدي ورکوي چې بېشکه یوازې الله حق دی، هغه حق دی په خپل ذات، صفاتو او افعالو کې. او بېشکه هغه څه چې مشرکان یې له الله پرته عبادت کوي باطل دي چې بنسټ نلري، او بېشکه الله پر ټولو مخولوقاتو اوچت دی په ذات سره او په غلبې او مرتبې سره، هغه چې ترې بل اوچت نشته، هغه چې له هر شي لوی دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ