سوره لقمان (آیت 32)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




31 لقمان(لقمان)، آیت ۳۲

وَإِذَا غَشِيَهُمْ مَوْجٌ كَالظُّلَلِ دَعَوُا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ فَلَمَّا نَجَّاهُمْ إِلَى الْبَرِّ فَمِنْهُمْ مُقْتَصِدٌ ۚ وَمَا يَجْحَدُ بِآيَاتِنَا إِلَّا كُلُّ خَتَّارٍ كَفُورٍ 32 ٣٢

او كله چې دوى لره د ورېځو په شان موج را لاندې (پټ) كړي (نو) دوى الله بولي، په داسې حال كې چې دین خاص الله ته خالص كوونكي وي، نو كله چې هغه دوى ته وچې ته نجات وركړي، بیا نو په دوى كې ځینې په نېغه لاره ولاړ وي۔ او زمونږ له ایتونو (دلیلونو) نه انكار نه كوي مګر هر هغه چې ډېر عهد ماتوونكى، ډېر ناشكره دي (۳۲)

تفسیر
او کله چې ترې له هر اړخه د غرونو او ورېځو په څېر څپې راچاپېره شي، نو یوازې الله ته په اخلاص دعا او عبادت کوي، او کله چې یې دعا ومني، او وچې ته یې وژغوري، او له غرقېدو یې وساتي، نو ځینې یې درمیانه تګ والا شي خو، کوم شکر چې پرې لازم شوی هغه په بشپړه توګه نه ادا کوي، او ځینې یې د الله له نعمت څخه چورلټ انکار کوي، او د الله له آیتونو انکار نه کوي مګر هر بې لوظه -لکه دغه کس چې الله سره ژمنه وکړي چې که ودې ژغورلم نو له شکر ویستونکو به شم- ډېر د الله په نعمتونو باندې کفر کوونکی د خپل هغه رب شکر نه وباسي چې په ده یې نعمتونه ورولي دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ