سوره لقمان (آیت 9)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




31 لقمان(لقمان)، آیت ۹

خَالِدِينَ فِيهَا ۖ وَعْدَ اللَّهِ حَقًّا ۚ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ 9 ٩

چې دوى به په هغو كې تل ترتله وي (دغه وعده كړې ده) وعده د الله حقه او همغه ښه غالب، ښه حكمت والا دى (۹)

تفسیر
تلپاتې به وي پکې، الله تعالی دوی سره ريښتینې ژمنه کړې چې شک پکې نشته، او هغه پاک ذات برلاسی دی چې هېڅوک پرې نشي برلاسی کیدلای، حکمت والا دی په پېدایښت، اندازه کولو او شریعت کې.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ