سوره السجدة (سجده) (آیت 12)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




32 السجدة(السجدة)، آیت ۱۲

وَلَوْ تَرَىٰ إِذِ الْمُجْرِمُونَ نَاكِسُو رُءُوسِهِمْ عِنْدَ رَبِّهِمْ رَبَّنَا أَبْصَرْنَا وَسَمِعْنَا فَارْجِعْنَا نَعْمَلْ صَالِحًا إِنَّا مُوقِنُونَ 12 ١٢

او كه ته ووینې كله چې مجرمان د خپل رب په وړاندې سركوزي وي (د خپلو سرونو ټیټوونكي وي او وايي به) اى زمونږه ربه! مونږ ولیده او مونږ واورېده، نو ته مونږ بېرته بوځه، چې مونږ نېك عمل وكړو، بېشكه مونږ (اوس) یقین كوونكي یو (۱۲)

تفسیر
زر دی چې مجرمان به د قیامت په ورځ په داسې حال کې را څرګند شي چې خوار او سرونه به یې په بعث (پاڅون) باندې د کفر کولو له کبله ټیټ نیولي وي، د رسوایۍ احساس به کوي او وایي به: اې ربه زمونږ! مونږ ولېدل هغه بعث (پاڅون) چې مونږ دروغ ګڼل، او واموورېدل د هغه څه ریښتینولي چې پېغمبرانو ستا لخوا مونږ ته رواړې وه، نو موږ بېرته د دنیا ژوند ته وګرځوه چې ستا د رضامندۍ لپاره نېک عمل وکړو، مونږ اوس په بعث (پاڅون) او په هغه څه چې پېغمبرانو راوړي یقین لرونکي یو( نو ای پېغمبره!) که چېرې مو مجرمان په دې حال ولېدل نو ستر کار به مو لېدلی وي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ