سوره السجدة (سجده) (آیت 14)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




32 السجدة(السجدة)، آیت ۱۴

فَذُوقُوا بِمَا نَسِيتُمْ لِقَاءَ يَوْمِكُمْ هَٰذَا إِنَّا نَسِينَاكُمْ ۖ وَذُوقُوا عَذَابَ الْخُلْدِ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ 14 ١٤

نو تاسو (دا عذاب) وڅكئ په سبب د دې چې تاسو د خپلې دغې ورځې ملاقات هېر كړى و، بېشكه مونږ (هم) تاسو هېر كړئ، نو تاسو (اوس) دغه دايمي عذاب وڅكئ، په سبب د هغو عملونو چې تاسو به كول (۱۴)

تفسیر
او د قیامت په ورځ به دوی ته د ځورونې او زورنې لپاره وویل شي: پس وڅکئ عذاب لدې کبله چې تاسو د دنیا په ژوند کې د الله سره د قیامت په ورځ د حساب لپاره مخ کېدلو څخه بې پروا شوي واست، مونږ تاسو په عذاب کې پرېږدو، ستاسو په کړېدلو هېڅ پروا نلرو، او وڅکئ عذاب داور همیشه نه قطع کیدونکی، له دې کبله چې تاسو کوم ګناهونه په دنیا کې کول.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ